ایکنانیوز راپور راکوي،دا میاشت د حضرت بی بی معصومه (س) د نیکمرغه میلاد سره پیل کیږي. یوه داسې مبارک میاشت چې د یوه ورور او خور د میلاد له امله مبارکه ده، هغه چې زمونږ د ایرانيانو میلمانه شول او ایران یې د خپل ارزښتناک شتون په وجه سرفراز سرلوړی کړ او د ټولو زمانو او نسلونو لپاره یې پراخ برکتونه او نعمتونه راوړل.
ذیالقعده د حج زیری هم دی؛ د دې میاشتې په راتلو سره حاجیان د یو خاص سفر د پیل لپاره تیاری نیسي. یو داسې سفر چې په کې ازمویل کیږي او که قبول شي، نو پاک بیرته راځي او پاکي خپروي.
ذیالقعده د سولې میاشت ده؛ یوه داسې میاشت چې د قرآن کریم د حکم له مخې د حرامو میاشتو لومړۍ میاشت ده او په دې میاشت کې حتی له دښمنانو سره جګړه حرامه ده. سید بن طاووس د دې میاشتې د فضیلت په اړه وايي: «ذیالقعده هغه میاشت ده چې د سختۍ او ستونزو پر مهال د دعا لپاره ښه وخت دی او د ظلم او ستم د رفع کولو او د ظالم پر ضد دعا کولو لپاره اغیزشیندونکې ده. همدارنګه دا میاشت د دعاګانو د قبلیدو میاشت بلل شوې، نو باید د دې وختونه غنیمت وشمیرل شي او په دې کې د حاجت روزه ونیول شي.»
د دې مبارکې میاشتې لپاره ډیر مستحب اعمال ذکر شوي چې په هغو عمل کول د پراخو رحمتونو او نعمتونو لامل کیږي.
د ذیالقعده میاشتې د لومړۍ ورځې اعمال
د ذیالقعده لومړۍ ورځ مبارک ورځ ده، په دې ورځ روژه ساتل، د اتياؤ میاشتو روژې ثواب لري. د حضرت فاطمه (س) لمونځ، چې څلور رکعته دی، په هر رکعت کې یو ځل حمد سوره او پنځوس ځله توحید سوره لوستل کیږي او له سلام وروسته د هغې بزرګوارې تسبیح ویل کیږي.
په ذیالقعده میاشتې کې د یوې خاصې یکشنبې په ورځ پراخ رزق
روایت دی چې رسول الله (ص) د ذیالقعده میاشتې په یوه یکشنبه ورځ وفرمایل: «ای خلکو، ستاسو څخه کوم یو غواړي توبه وکړي؟» راوي وايي: مونږ وویل: یا رسول الله، مونږ ټول غواړو توبه وکړو. حضرت وفرمایل: «غسل وکړئ، اودس وکړئ او څلور رکعته لمونځ ادا کړئ. په هر رکعت کې یو ځل (فاتحة الکتاب)، درې ځله (قل هو الله احد) او یو ځل معوذتین (قل اعوذ برب الناس او قل اعوذ برب الفلق) ولولئ. بیا اووه ویشت ځله استغفار وکړئ او په پای کې (لا حول و لا قوة الا بالله) ووایئ. وروسته ووایئ: یا عزیز! یا غفار! اغفرلي ذنوبي و ذنوب جمیع المؤمنین و المؤمنات فانه لا یغفر الذنوب الا انت؛ ای عزتمنه! ای بخښونکیه! زما ګناهونه او د ټولو مؤمنو نارینه او ښځو ګناهونه وبخښه، ځکه له تا پرته بل څوک ګناهونه نه بخښي.»
رسول الله (ص) وفرمایل: څوک چې د حرامو میاشتو درې ورځې، پنجشنبه، جمعه او شنبه روزه ونیسي، الله تعالی د یو کال عبادت ورته لیکي.
د ذیالقعده میاشتې نور مستحب اعمال
هره ورځ ۱۰۰ ځله د محمد او د هغه پر آل علیهم السلام درود ویل.
هره ورځ ۳۶۰ ځله «الحمد لله رب العالمین» ویل.
هره ورځ ۷۰ ځله استغفرالله، ۷۰ ځله اتوب الی الله، ۱۰۰ ځله سبحان الله، ۱۰۰ ځله الحمدلله، ۱۰۰ ځله لا اله الا الله، ۱۰۰ ځله الله اکبر، ۱۰۰ ځله لا اله الا الله الملك الحق المبین، ۱۰۰ ځله لا حول ولا قوة الا بالله ویل.
د جعفر طیار لمونځ لږ تر لږه په اونۍ کې یو ځل لوستل.
د شپې په لمانځه او ورځني نوافلو باندې مداومت کول.
له هر لمانځه وروسته د «آیة الکرسي» تلاوت کول.
هره شپه او د جمعې په ورځ زر ځله د محمد او د هغه پر آل علیهم السلام درود ویل.
https://iqna.ir/fa/news/4278874